سږ كال د پوليو 5م کېس کوئټه څخه رپورټ شو ، د وائرس تر ختميدو دا ناوړه رنځ د هر ماشوم لپاره خطر جوړيږي ۔ ډاكټر ملك مختار بھرت


اسلام آباد 10جون (اے پي پي) د وزیراعظم د صحت کوآرډینیټر ډاكټر ملك مختار بھرت وئيلي دي پاکستان كښې سږ كال د پوليو 5م کیس د بلوچستان كوئټه ضلع څخه رپورټ کيدل د افسوس وړ خبره ده،تر څو چې د پولیو وائرس خاتمه ونه كړو تر هغه وخت به دا رنځ د هر ماشوم لپاره خطر ګرځي۔د صحت وزارت جاري بيان له مخې ده ووئيل سږ كال په 5 كښې څلور كېسونه بلوچستان څخه رپورټ شوي او حکومت صوبه كښې د پولیو ویکسین او حفاظتی ټیکو شرح زياتولو له كار كوي دغسې چې د ماشومانو قوت مدافعت قوي وي۔ ده ووئېل سږ كال د بلوچستان څخه د 50 څخه زياتو ماحولیاتی نمونو كښې د پولیو وائرس موندلے شوي چې پكښې 21 مثبت نمونې کوئټه څخه دي۔دې نه علاوه د پوليو مخنيوي كمپائن لپاره د جوړ نېشنل ایمرجنسي آپریشنز سینټر کوآرډینیټر کیپټن (ریټائرډ) محمد انور الحق ووئيل د دې كيس پلټنې رواني دي۔ده ووئيل په تيرو 6 مياشتو كښې د امن و امان صورتحال او د ځائې مظاهرو په وجه د پاکستان پولیو پروګرام کوئټه او بلوچستان كښې ګڼ شمير چيلنجونو سره مخ ؤ ۔ده ووئيل د وائرس خپريدو مخنيوي لپاره پاکستان پولیو پروګرام د كمپائنونو پشمول په نورو تګلارو هم غور كوي دغسې چې ماشومان د دې ناوړه رنځ څخه وساتلے شي ٬ ده ووئېل د کوئټه څخه په څلور كاله پس وړرومبے كيس دے۔تير كال پاکستان څخه د پولیو 6 کیسونه رپورت شوي وؤ۔