اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د سېېنټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي اسلام يو بشپړه ضابطه حيات دے كوم چې د ژوند د بيلو اړخونو په اړه مونږ له رهنما اصول راكوي د كومو په رڼا كښې چې مونږ بيلو څانګو كښې په پېښو مسئل كاميابۍ سره قابو موندلے شو ، تعليم د اسلامي ټولني بنيادي برخه ده،د علم نه غير يو اسلامي مثالي ټولني خواب پوره كيدے نشي، زمونږ په كډه ذمه واري ده چې زدكونكي په اخلاقي اعتبار سره ښه انسانان جوړ كړو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د مذهبي چارو وزارت د سيوري لاندي عيدميلاد النبيۖ ﷺ په موقع قومي سيرت النبيۖﷺ كنفرنس اختتامي سېشن ته و ينا كښې وكړه۔د كنفرنس دويم اختتامي سېشن د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ كښې جناح كنونشن سنټر كښې وشو كوم ته چې وفاقي وزير چوهدري سالك حسين، د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم خان كنډي او جيد علمائے كرامو خطاب وكړو۔سيد يوسف رضا ګيلاني ګډون كونكو ته وينا كښې ووئيل زه تاسو ټولو له په كامياب د سيرت النبي كانفرنس كولو مباركي دركوم،د هېواد د بيلو برخو څخه راغلې جيد علمائے كرامو او ميلمنو مننه كوم كومو چې په دې كنفرنس كښې ګډون كولو سره كامياب كړې،زه د صدر مملكت آصف علي زرداري او خپل اړخه يو ځل بيا تاسو ټولو ته په كنفرنس كښې هركلے وايم۔ده ووئيل اسلام يو بشپړه ضابطه حيات دے كوم چې د ژوند د بيلو اړخونو په اړه مونږ له رهنما اصول راكوي د كومو په رڼا كښې چې مونږ بيلو څانګو كښې په پېښو مسئل كاميابۍ سره قابو موندلے شو ، تعليم د اسلامي ټولني بنيادي برخه ده،د علم نه غير يو اسلامي مثالي ټولني خواب پوره كيدے نشي۔ده ووئيل د حضورﷺ ژوند مبارك زمونږ لپاره بهترينه نمونه ده، په هر مسلمان دا فرض دې چې د حضورﷺۖ په تعليمات د عمل كولو هڅه وكړي، د اسلام د دعوت بنيادي مقصد د انسان اخلاقي تربيه ، د نفس تزكيه او د دنيا او آخرت كاميابۍ لپاره يو بشپړه او ښه انسان تياري ده او د دې مقصدونو ترلاسه كول د علم مه غير ممكن نه دي۔ده ووئيل بايد د كوم هم تعليمي نظام مقصد د يو بشپړه انسان جوړول وي، حضورﷺ فرمائيلي زه د اخلاق د اعليٰ اقدارو لپاره رالېږلې شوې يم،دا زمونږ د ټولو ذمه واري ده چې مونږ خپل تعليمي نظام كښې دې خبري ته پام لرنه وكړو چې زدكونكي په اخلاقي اعتبار سره ښه انسان جوړ كړو۔ده ووئيل زمونږ تعليمي نظام داسې كسان پيدا كړي كوم چې حقوق اﷲ، حقوق العباد او خپل ديني ، اخلاقي، سماجي او انساني ذمه دارو څخه خبر وي، هغوي د خپل خالق او رب سره خپل تعلق او په دنيا كښې د انسان د مقام په اړه خبر وي، زمونږ نظام زمونږ بچو له د عبادات او آدات معاشرت په اړه تعليم وركړي٬ هغوي كښې اسلامي اقدار او په خاص توګه ديانتداري، صداقت، عهد پابندي، مور او پلار سره ښه سلوك، سماجي او معاشي انصاف او رواداري اهميت رامخې ته كړي،دا يو داسې نظام وي كوم چې زمونږ وګړو له اخلاقي او ديني ذمه وارو پوره كولو طابع جوړ كړي۔ده ووئيل د علم ترلاسه كول په هر مسلمان فرض كړې شوې۔
تعليم د اسلامي ټولني بنيادي برخه ده،د علم نه غير يو اسلامي مثالي ټولني خواب پوره كيدے نشي۔ سيد يوسف رضا ګيلاني قومي سيرت النبي ﷺ كنفرنس اختتامي سېشن ته وينا
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر