اسلام آباد 21 جون (اے پي پي)د سېنېټ جيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلې دي د روډ ټو مكه پروژه حج كوونكو ته د آسانيو وركولو په اړه د اهميت وړ ده٬د حج غوندې مق??س فريضه ادا كولو كښې آسانيو څخه د اسلامي ورورولۍ ته ودې وركړ?? كېدې شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ور?? د ??وډ ټو مكه پروژې سعودي عرب پلاوي سره ??ه پارليمنټ هاؤس كښې د ملاقات په مهال كړې۔په ملاقات كښې د روډ ټو مكه پروژې په اړه ??ه پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع سېنېټر مولانا عبدالغفور حېدري او سېنېټر حافظ عبدالكركيم هم موجود وو۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د روډ ټو مكه پروژه حج كوونكو ته د آسانيو وركولو په اړه د اهميت وړ ده۔د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د ورورولۍ تاريخي اړيكې موجود دي او سعودي عرب په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې۔د سېنېټ چيئرمېن د سعودي مشرتابه معاشي خوشحالي او د پرمختګ وژن وستائېلو۔د سعودي پلاوي په دې موقع ووئيل مونږ پاكستان ته په راتللو ډېر خوشحاله شوې يو او پاكست??ن د سعودي عرب لپاره يو مهم هېواد دے٬مونږ د پاكستان وروڼو خذمت لپاره راغلې يو۔پلاوي د روډ ټو مكه پروجېكټ اغراض او مق??صد څخه د سېنېټ چيئرمېن خبر كړو او دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو له ئې خواهش څرګند كړو
د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د روډ ټو مكه پروجېكټ سعودي عرب پلاوي وليدل
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ