اسلام آباد24 اګست (اے پی پی)د توان لنډ مهاله وفاقي وزير محمد علي وئېلي دي چې د توان په طلب كښې د اضافې له امله د تاپي ګاز پائپ لائن په څير پروژې د اهميت وړ دي٬ دا پروژه به د پاكستان د توان ضرورت ترسره كولو٬ په منطقه كښې تړون او اقتصادي پرمختګ لپاره مرستياله ثابت شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د تركمانستان سفير عطا جان مولا موف سره خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ سفير وزير ته د نوؤ ذمه وارو په سنبهالولو مباركي وركړه۔ په ملاقات كښې د تاپي ګاز پائپ لائن په پروژه د كار په تندولو موافقت وشو۔ د توان وزير د پاكستان معيشت لپاره د ګاز په اهميت زور راوړولو سره ووئيل په هېواد كښې د توان زيات شوي طلب ترسره كولو له داسې پروژو ته اړتيا ده۔ ده د تاپي پروژې په اړه د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ ده ووئيل په تركمانستان -افغانستان- پاكستان (ټي اے پي) برېښنا منصوبو كار تندولو لپاره به د وركنګ ګروپ غونډې كولې شي۔د توان لنډ مهاله وزير ووئيل چې تركمانستان او پاكستان دواړه يو بل ستراتيجيكي همكار ګڼي٬تاپي پروژه به نه يوازې د هېواد په تندۍ سره د توان زيات شوي طلب ترسه كولو كښې مرسته وكړي بلكې سيمه ايز تړون او دې سره پېوست اقتصادي پرمختګ لپاره به په زړه پورې موقعې هم رامخې ته كږي۔
تاپي ګاز پائپ لائن پروژه به د پاكستان د توان ضرورت ترسره كولو٬ په منطقه كښې تړون او اقتصادي پرمختګ لپاره مرستياله ثابت شي۔د توان وزير محمد علي
مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ