اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د مالي كال 2024-25 سرکاری څانګې كلن پرمختيائي پروګرام (پی اېس ډی پی) كښې د محصولات ډویژن روانو او نوې منصوبو لپاره په مجموعي توګه د 17696 ملین روپو بېلولو وړانديز وركړے شوے دے په كومو كښې چې 13363.830ملین روپۍ بهرنۍ مرسته شامل ده۔ د محصولات ډویژن روانو منصوبو لپاره 16770.215 ملین روپۍ او نوې منصوبو لپاره د 925.785 ملین روپو وړاندېز دے۔ د بجټ دستاویزات له مخې وړاندې څخه په روانو منصوبو كښې د آر ټی او ساهیوال كښې د اضافی آفس جوړولو منصوبې له د 222.483 ملین روپو ، کسټم کمپلېکس سوست كښې د بېلو آسانيو وړاندې كولو منصوبې له د 182.696ملین روپو، په ګوادر كښې د ماډل کسټم کلکټورېټ جوړولو له د 680.833 ملین روپو، په کراچۍ كښې د انټلی جنس اینډ انوېسټیګېشن آفس جوړولو منصوبې له د 72.883 ملین روپو ٬ د ریجنل ټېکس آفس سرګودھا جوړولو منصوبې له د 490.981 ملین روپو، د آسيائي پرمختيائي بېنك مرستې سره د آئي ټي ټي اېم اېس منصوبې له د 7500.000 ملین روپو ٬ پاکستان ریزرو ریونیو پروګرام لپاره د 7363.830ملین روپو او په طورخم کسټم سټېشن كښې ټرانزټ اکاموډېشن کمپلېکس منصوبې لهخ د 256.509 ملین روپو بېلولو وړاندېز وركړے شوے دے۔ د بجټ دستاوېزات له مخې د محصولات ډويژن نوې منصوبو كښې بليلي كوئټه كښې د ماډل كسټم هاؤس كلكټورېټ جوړولو منصوبې لپاره د 239.646 ملین روپو او ریجنل ټېکس آفس سیالکوټ لپاره د زمكې اخستو منصوبې له د 686.139 ملین روپو بېلولو وړاندېز دے۔(mwa/zia/1806)
بجټ 25-2024
مجموعی حجم: 18900 اربه
خسارہ : 9800 اربه
د سود ادائیګی: 9700 اربه
ټېکس هدف: 13000 اربه
دفاع : 2100 اربه
انفراسټرکچر: 877 اربه
سبسډیز : 1300 اربه
تعلیم : 32 اربه
صحت : 45 اربه
انرجی سېکټر: 378 اربه
روانې پرختيائي منصوبې: 21 اربه
ماحولیاتی بدلون: 11.82 اربه
ډیجیټل پاکستان سائبر سکیورټی لپاره د 1 ارب وړاندېز
آئی ټی اسټارټ اېپ لپاره د 1 ارب 80 کروړ وړاندېز
آئی ټی او ټیلی کام لپاره د 27 اربه 43 کروړ روپو وړاندېز
ډیجیټل اکانومی:
د کراچی آئی ټی پارک پخوانۍ منصوبې بشپړ كولو: 6 اربه 78 کروړ
اسلام آباد آئی پارک : 9 ارب 92 کروړ
كركيله : 14 اربه
صنعت : 7 اربه
ټرانسپورټ: 173 اربه
هاؤسنګ: 42 اربه
اوبه: 284 اربه
ګورننس: 29 اربه
د سرکاری ملازمین په تنخا كښې 10 څخه تر 15 فیصد زياتوالي امكان
په پی ایس ډی پی كښې د محصولات ډویژن روانو او نوې منصوبو لپاره په مجموعي توګه د 17696 ملین روپو بېلولو وړانديز
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون